امنیت

د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د کابل ښار او د تذکرو او نوم لیکنې مرکزونو د امنیت لپاره پر تدابیرو او عملي برنامې ټینګار وشو

– کابل باختر د غويي دمياشتې ٦ نيټه :   د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه پرون له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
دجمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ،  په  پيل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه ناظر د وروستۍ تروریستي پیښې د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
جمهوررئیس  او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د دغه  راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته دې په یوه اوونۍ کې د کابل ښار په ځانګړي ډول د کابل د لویدیځ او دغه راز د ټول هېواد په کچه د تذکرو د وېش او د رایې ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په خاطر عملي برنامه چمتو او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وسپاري.
ورپسې جمهوررئیس غني د پکتیا ولایت په انځرګي کنډو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالي عملیات چې له امله یې د دښمن اکمالاتي لار وتړل شوه، وستایل.
د اعلی سرقوماندانۍ غونډې له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت
ته د عامه نظم او سرحدي ځواکونو پر لېږد او د واحدې قومندانۍ په جوړولو بحث وکړ او په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، غزني، اروزګان، فراه، بادغیس، پکتیا او ننګرهار ولایتونو پر عمومي امنیتي وضعیت او علمیاتي پلانونو بحث وشو او د دغو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په خاطر یې د هېواد د امنیتي اودفاعي ځواکونومسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.   جمهور رئیس د ننګرهار ولایت د امنیت او عملیاتي پلان په اړه  وویل،  په ننګرهارولایت په ځانګړي ډول جلال آباد ښار کې د امنیت په برخه کې شوي اقدامات کافي نه دي او د جلال آباد ښاریان به  د دغه ښارد امنیت په برخه کې ژر د لا زیاتو عملي اقداماتو شاهدان وي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته