کابل باختر دوږي دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د دويم مرستيال او د دولت د کابينې د قوانينو د کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ او د اړوندو وزارتونو او بنسټونوپه ګډون نن له غرمې وروسته د معاملاتو د لارښوونې د قانون د لاښه تطبيق په مقصد يوه غونډه جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رئيس مرستيال په دې غونډه کې څرګنده کړه: د معاملاتو د لارښوونې په برخه کې په تېره بيا د هېواد په سترو ښارونوکې زياتې ستونزې شته چې ځينې دغه ستونزې د روښانو او شفافو قوانينو او مقرراتو د نشتوالي زيږنده دي.
ده زياته کړه: دا دى د معاملاتو د لارښوونې قانون چې په دې وروستيو وختوکې د جمهور رئيس له خوا توشيح شوى دى؛ زياتره دغه بې قانوني او فسادونه به پاى ته ورسول شي؛ خو د هغه د تطبيق په برخه کې لا تراوسه پورې ستونزې شته.
قانونپوه دانش د دغه قانون مادې او ځينې هغه برخې چې ښايي د تطبيق او عمل په برخه کې به له ستونزو سره مخامخې شي؛ په جلاجلا توګه بيان کړې او د دغو مادو د لاښه تطبيق په برخه کې يې خپلې نظريې څرګندې کړې.
وروسته د غونډې غړو د طرحه شويو مادو او فقرو په باره کې خپلې نظريې په مفصله توګه بيان کړې او د حل لارې چارې يې پيشنهاد کړې.
0 1 دقیقه لوستل