امنیت

په جوزجان کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري لسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمدجوزجاني دباختراژانس خبريال ته وويل اته تنه وسله وال طالبان له وګړنيو  ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول او يوولس تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
جوزجاني زياته کړه چې دغه جګړه پرون دجوزجان  ولايت دمنګجک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته.
دده دڅرګندونوله مخې طالبانو دمنګجک  ولسوالۍ دچارشنګو کلي کلابند کړ او په دغه کلي کې دوکړني پاڅون ځواکونو دپوليسو په همکارۍ  وسله والو طالبانو ته دسر درانده زيانونه واړول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې جګړه کې دوسله وال طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون اته تنه ووژل شول او يوولس  تنه نور طالبان ټپيان شول .
  ويل کيږي چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته