نړۍ

په ايران کې به افغان اتباعو ته دبرقي پاسپورټونو دويشلو بهير پيل شي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٨ :
دبهرنيو چارو وزارت معين د ويډيو کنفرانس له لارې  په تهران ، مشهد او زاهدان کې  دافغانستان  له سفير  او جنرال قونسلانو سره  په ايران کې  افغان  اتباعو ته دالکترونيکي پاسپورټونو  دصادرولو  دلومړني پړاو دپيل په باب  خبرې وکړې.
د  بهرنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  د بهــــرنيو وچارو وزارت  مالي او اداري معين ډاکتر نصيراحمدانديشه  دويډيو کنفرانس له لارې په تهران کې دافغانستان له سفير ډاکتر نصيراحمدنور  او  په مشهد او زاهدانو کې دافغانستان له  جنرال قونسلانو سيدنورالله راغي  او عبدالرحيم نيکپور سره دايران اوپاکستان په  حوزو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  اتباعو  ته دالکترونيکي پاسپورټونو دصادرولو  دلومړني پړاو دپيل او دنورو   قونسلي خدمتونو دوړاندې کولو په باب خبرې  وکړې.
ټاکل شوې ده  ددغه بهير دتدارکاتي موضوعګانو دڅيړنې او دغه راز دهېواد
اتباعو دهويت  دتثبيت  په مقصد په نږدې راتلوونکي کې يو هيئت ددغه بهير  
دتخنيکي څيړنې  په مقصد دغو نمايندګيو ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته