-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
د ٥٠بسترو په ظرفيت په کرونا ويروس داخته کسانو لپاره لومړنى روغتون او دقرنطين ځاى پرون په پلخمري ښار کې جوړ شو . دباختراژانس دسيمه ييز خبريال علي علمي دخبرله مخې، دغه روغتون دنفتي توکو اوداوبلن ګاز دمديريت په انګړ کې دبغلان دوالي دمرستيال او سرپرست او دنورو مسوولينو له خوا پرانستل شو .
دبغلان دعامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب وويل : ددغه روغتون تجهيزات دهغو سلو ميليونو افغانيو له بودجې څخه چې بغلان ته ځانګړى شوې وه ، پېرودل شوي دي .
هغه زياته کړه د ٨٩مشکوکوکسانو له جملې څخه د٤٠ تنو معاينات مثبتې ثبت شوې دي چې ١٥ تنه يې ښځې دي .
هغه وويل: تراوسه پورې په کرونا ويروس څلور تنه اخته کسان روغ شوي دي اودرې تنه نور مړه شوي دي .
هغه يوځل بيا دبغلان له خلکو څخه وغوښتل چې په خپلو کورونوکې پاتې شي او احتياطي تکي اودعامې روغتيا رياست لارښوونې دې رعايت کړي .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل