خبرونهامنیت

دوه تنه د غزني د خبريالانو اتحادیې د رییس د ترور په تړاو ونيول شول

۲- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
دوه تنه د غزني د خبريالانو اتحاديې د رييس رحمت الله نېکزاد او د غزني د مستوفيت د دوو کارکوونکو د ترور په اړوند ونيول شول.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبر له مخې؛ د غزني والي سيد عمر نورستاني خبريالانو ته وويل چې دغه دوه کسان د الجزيرې او اسوشتدپرس د سيمه ييز ټلويزيون د خبريال او د غزني د خبريالاتو اتحاديې د رييس رحمت الله نېکزاد او د یاد ولایت د مستوفيت د دوو کارکوونکو د ترور په اړوند نيول شوي دي.
د غزني والي زيات جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته