امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د کب  نهمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دهوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول .
دکندز ولايت امنيتي مقامات وايي  چې دکندز ولايت په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول او دهغوى جنګي وسايل هم له منځه تللى دى .
دشمال ختيځ زون دپوليسو عمومي قوماندان لوى پاسوال شير عزيز کامه وال باختراژانس ته وويل دامنيتي ځواکونو دجنګي الوتکو په بريدکې چې هدف يې دطالبانو نومول شوى ولسوال  مولوي حکمت الله  و خو تراوسه پورې  دده دوژل کيدوپه باب معلومات نه دى ترلاسه شوى .
کامه وال زياته کړه په دې بريد کې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي چې دامنيتي ځواکونو له خوا تر درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته