-کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
د غزني د اندړو ولسوالۍ د استوګنې پريوکور پرون ماښام د يو توغندى د لګېدو له امله پنځه ملکيان ووژل شول او ٧ تنه نور ملکيان ټپيان شول.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده وويل : دغه پېښه د اندړو ولسوالۍ د سره په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو او پوځيانوترمنځ جګړه روانه وه .
جمعه زاده وويل چې وژل شوي کسان ديوې کورنى غړي و ، چې درې ښځې او دوه ماشومان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
د والي وياند څرګنده کړه چې په قربانيانو کې يوه ځوانه نجلۍ هم شته چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ د هغه د واده مراسم پرځاى کېدل .
هغه وويل تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې چې دغه توغندي د چا له خواتوغول شويدي په دې باب څېړنې دوام لري .
ختم _ ج_اکرم
0 1 دقیقه لوستل