امنیت

په هرات کې لسګونه ډوله وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې

هرات باختر د لیندۍ ۲۷ مه
په هرات ولایت کې ۲۱۹ بېلابېل ډول وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسلې له جنایي مجرمینو،وسله والو غلو،تروریستانو او له غیر مسوول وسله والو  څخه راټولې شوې وې چې نن د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې په دغه وسلوکې، ۱۷کلاشینکوفونه،۱۵۱ تومانچې او ۵۱ نورې بېلابېل ډول وسلې شاملې دي.
ویل کېږي په روان کال کې دا دوهم ځل دی چې په هرات ولایت کې ۲۱۹ بېلابېل ډول وسلې د ډایاک پروګرام ته سپارل کېږي، د مسوولینو په وینا تر دې وړاندې هم ۱۳۰ بېلابېل ډول وسلې د ډایاک پروګرام ته سپارل شوې وې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته