روغتیا

دنړۍ روغتيايي سازمان دعامې روغتيا له وزارت مرسته وکړه

 کابل/ د ثور٣١ مه / باختر
ډاکترمحمد داود الطاف دنړۍ دروغتيايي سازمان په استازيتوب د آر ان  اې  اکسترکشن  ٢٥٠ کيټونه دعامې روغتيا له وزارت سره مرسته وکړه.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ د آر  ان  آې  اکسترکشن دايستلو دغه ٢٥٠ کيټونه چې   ٤٢٠٠٠  ټيسټونه کېږي  دکرونا ويروس دمشکوکو کسانو دسمپل اخيستنې په خاطر  دعامې روغتيا وزارت ته سپارل شوي دي.
دعامې روغتيا وزارت  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين ډاکتر وحيد مجروج دنړۍ دروغتيايي سازمان ددغو مرستو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې دتشخيص له دغه کيټونو څڅه به  په مرکزي لابراتوارونو اود هېواد دولايتونوپه لابراتوارونو کې دکرونا ويروس  دمشکوکو ناروغانو دپيژندنې په خاطر استفاده وشي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته