امنیت

د طالبانودوه غړي په پروان کې ونیول شول

کابل / د وري ۸ باختر
د طالبانو۲ غړي په پروان کې ونیول شول.
د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف روزګاني باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت د غوربند درې د شینوارې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پولیسو پرون د عملیاتو په ترسره کولوسره د دغې ولسوالۍ د درازګرد او کفشان کلیو۲ تنه اوسېدونکي ونیول.
روزګاني وايي چې دغه کسان نوې له پاکستان څخه راغلي وو او د پروان په شینوارې ولسوالۍ کې د طالبانو په ډله کې غړيتوب درلود.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته