۱۰۰ ورځې

د انتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون اعلاميه

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
د انتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون اعلاميه
د نوماندانو ، ډله ييزو رسنيو او دافغانستان دخلکو او دافغانستان دانتخاباتو په بهيرکې  د اړوندو ملي او نړيوالو مرکزونو  د پاملرنې وړ دانتخاباتي شکايتونو خپلواک  کميسيون دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو د دويم  پړاو  دشکايتونو دڅيړنې  په باب دغه ټکى اعلاموي.
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون دانتخاباتو دبهير ديو اصل په توګه درناوى کوي  او خپلو قانوني صلاحيتونو او دخپلو لايحو  او طرزالعملونو له مخې فعاليت کوي.
دانتخاباتي شکايتونو  خپلواک کميسيون  ټول شکايتونه په بيطرفۍ سره څيړې او ټول انتخاباتي سرغړونې او درغلۍ به  دانتخاباتو د نافذو ،  لايحو او طرزالعملونو او د وړاندې  شويو شواهدو  په  رڼا کې وڅيړي .
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون  په مستقلانه او له هر راز لاسوهنې پرته شکايتونو په څيړنه  بوخت دي  او ټول شکايتونه په  عادلانه   ډول او د ولايتونو په کچه د وړاندې شويو شکايتونو په پام  کي نيولو سره څيړي.
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک  کميسيون دشکايتونو څيړني بهير به دقوانينو، لايحو او طرزالعملونو له مخې په عادلانه ، شفاف او په منصفانه  ډول دوام  ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته