امنیت

په هېواد کې د انسان تښتونې د مخنيوي په اړه جوړ شوي کميسيون خپله دويمه غونډه ترسره کړه

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه
په هېواد کې د انسان تښتونې د مخنيوي په اړه جوړ شوي کميسيون چې د
اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان يې مشري کوله، خپله دويمه
غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره کړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کميسيون چې د کورنيو چارو، ماليې، عدليې، مخابراتو او ټکنالوژۍ، له
مخدره توکو سره د مبارزې وزارتونو، لويې څارنوالۍ او د ملي امنيت عمومي
رياست مرستيالان يې غړي دي؛ په هېواد کې د انسان تښتونې، ملي سوداګرو او د ملي
پروژو پلي کوونکو پر وړاندې د ګواښونو په موضوعاتو او لاملونو تفصيلي
خبرې وکړې.
د انسان تښتونې د مخنيوي په اړه دجوړ شوي کميسيون په دويمه غونډه کې د
کورنيوګارو، مخابراتو او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې چارو وزاتونو او د
ملي امنيت عمومي رياست استازو د اختطاف په عواملو او پر وړاندې يې د
مخنيوي د لارو چارو په اړه خپلې طرحې وړاندې کړې.
د کميسيون مشر انجينير محمد خان د هېوادوالو د شکايتونو پر اساس د اختطاف
په پېښو کې د يو شمېر دولتي کارمندانو ښکېلتيا او د هغوی پر وړاندې د
پاليسۍ نرم والی د نه منلو وړ عمل وباله او زياته يې کړه چې په اړه به يې
په ځانګړي ډول لهجمهورييس او اجرائيه رئيس سره خبرې وکړي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان په غونډه کې وړاندې شوې
طرحې معقولې وبللې او د کورنيوچارو، مخابراتو وزاتونو معينانو تر څنګ د
ملي امنيت د درنو جرمونو د مخنيوي رئيس ته يې لارښوونه وکړه چې د وزيرانو
شوری راتلونکې غونډې ته له خپلو طرحو سره حاضر شي، تر څو د وزيرانو شورا
په عمومي غونډه کې پرې بحث وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته