امنیت

پاکستاني پوځيانو بيا توغندي وتوغول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١ :
يو ويشت توغندي  تيره شپه   د کونړ  ولايت د دوو ولسواليو په  مربوطاتو کې
لگيدلي دي.
دکونړولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل باخترآ ژانس ته وويل :
دغه توغندي  دپاکستانې پوځيانو له خوا  دډيورند له کرښې اخوا څخه توغول شوي دي .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  :  ددغو توغنديو دلگيدو له امله د سر زيان نه دى اوښتې  خو خلکو ته مالي  تاوان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته