فرهنګ

ډاکتر کمال سادات امنيتي او دفاعي منسوبين دافغانستان دخلکو ميړني بچيان وبلل .

کابل باختر دکب  يوولسمه :
دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دملي ورځې په مناسبت نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست ډاکتر  کمال سادات په  ګډون  دکابل ولايت  په امنيه  قوماندانۍ کې يوه غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دکابل ولايت  امنيه قوماندان  جنرال عبدالرحمن رحيمي ، کابل  والي ،  دکابل دولايتي شورا رييس او غړو دکابل  داستيناف محکمې رييس   ،  دکابل  دګارنيزيون  قوماندان او دمدني ټولنې يوشمير غړو او دپوليسو  افسرانو او سرتيرو ګډون کړي و .
  ډاکتر کمال سادات په دې غونډه کې  دپوليسو او دنورو  امنيتي مرکزونو دليکو په ټينګښت کې دځوانانو رول  ډير ارزښتناک وباله او امنيتي او دفاعي منسوبين يې  دهېواد  دپتمنو خلکو  ميړني  او سرښيندونکي بچيان وبلل  او له هغوى څخه ملاتړ  دهېواددټولو قشرونو ملي او هېوادني پور وباله .
  په دې غونډه کې دکابل امنيه قوماندان وويل  چې د ډار اچوونکو په وړاندې دامنيتي او دفاعي منسوبينو جګړه  برحقه دى  او هغوى دافغانستان  لويشت لويشت څخه  دفاع کوي .
  په دې غونډه کې دکابل ګارنيزيون قوماندان  ډګر جنرال ګل نبي احمدزي  دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په نامه دکب دمياشتې دنهمې نيټې  دنومولو په خاطر دافغانستان داسلامي جمهوريت  داقدام له امله مننه وکړه او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې دملي پوليسو ، ملي اردو او دملي امنيت  دمنسوبينو د اتلواليو او مبارزو څخه  مناسب تصوير نړيوالو ته وړاندې کړي .
په دې غونډه کې  نورو وينا والو هم  دهېواد  دخلکو دساتنې په لاره کې  دامنيتي منسوبينو  ميړانې وستايلې .
دغونډې په پاى کې  يوشمير امنيتي منسوبينو ته  دکابل دولايتي شورا  ،  مدني ټولنې  او دکورنيو چارو وزارت له خوا  ستاين ليکونه ورکړل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته