امنیت

د حرفوي انسان تښتوونکو د يوې ډلې مشر په کابل ښارکې ونيول شو

کابل باختر د وري  پنځه ويشتمه :
د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو نن د حرفوي انسان تښتوونکو د يوې ډلې مشر په کابل ښارکې ونيوه .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي امنيت د لوى رياست منسوبينو په خاصو اوپراتيفي عملياتوکې د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى ګران آقا د محمد داوود زوى چې د حرفوي  انسان تښتوونکو د يوې ډلې رهبري کوله او غوښتل يې چې يو ملي سوداګر دکابل ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتوکې وتښتوي؛ له يوې والتر ډوله بې غږه تومانچې، له يوه ولچک، ديارلسو سيمکارټونو، يوه لپ ټاب کمپيوټر او د وسلو د ليږدونې له يوه کارټ سره نيولى دى .
ده د فوايد عامې وزارت د معين احمد شاه وحيد او د کابل ښار په څلورمه کارته کې د يوه ملي سوداګر د تښتونې او د کابل ښار د لسمې ناحيې په شهيدڅلور لارې کې د يوه صراف د پيسو د لوټولو په قضيوکې هم کارنده ونډه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته