کابل باختر د مرغومي اتلسمه :
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍدجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې پوليسو پرون دعملياتو په ترڅ کې دکابل ښار داستوګنې له يوکور څخه يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په ترلاسه شويو وسلواومهماتو کې يوکلاشينکوف ، دپيکا څلور صندوقه ګولۍ ، دکلاشينکوف درې صندوقه ګولۍ ، دار پي جي ماينونه ، او يوه اندازه پوځي تجهيزات شته چې دکابل ښار دلسمې ناحيې په مربوطاتو کې له يو کور څخه ترلاسه شول .
دقضيې په اړوند څو ک نه دى نيول شوى خو دپوليسو تحقيقات دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ