سیاست

تبصره

کابل باختر دکب څلورمه :
دپاکستاني مقاماتو وروستۍ ادعاچې وايي: ددغه هيواد دسرحدي ځواکونو ٢٣ تنه غړي په افغانستان کې وژل شوي؛ په دغه هيوادکې له روانو ستونزو سره د پاکستان دعامه ذهنونو د بدلولو او د نړۍ د ذهنيت د بدلون په لاره کې چې پاکستان د شرارت او دهشت محور بولي؛ له  حرکت پرته بل څه نه شي کيداى.
دباخترآژانس مبصر ليکي: په دې وروستيو وختوکې٢٣تنه پاکستاني پوځيان ددغه هيواد په يوه قبايلي سيمه کې ووژل شول.
پاکستاني طالبانو د مسووليت ادعا وکړه او ويې ويل چې د دغو عسکرو وژل متقابل عمل دى ځکه په څو تيرو ورځوکې ٢٣ تنه طالبان په مرموز ډول د پاکستان په جيلونوکې ووژل شول.
داچې  په کوم هدف طالبانو دغه ٢٣ تنه پاکستاني پوځيان ووژل؟ کيداي شي يو خواشينوونکى خبر وي. خوهغه څه چې پاکستاني مقامات يې ادعاکوي چې ګنې  دغه پوځيان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي؛ د غور او دقت وړ خبرو ده چې د افغانانو په حال نه ښايي. ځکه د تيرو ديرشوکلونو پيښې ښيي چې دغه هيواد په خپله دبهرنيو توطيو او دسيسو په ژورتياکې ډوب و؛ هيڅکله يې ډار اچونې ته مخه نه ده کړې، خو په بشپړقاطعيت سره يې د ترور او زندي کولو د عواملو په وړاندې ودريد.
تيرو پيښو تګلوري ثابته کړې ده چې افغانستان په دې موده کې د هغو تروريستي کړيو د پاملرنې په مرکزکې زيات ځاى درلود چې له مذهبي افراطيت سره جوخت دي او د سيمي د استخباراتي سازمانونو د ډار اچوونکو سياستونو قرباني شوى دى چې د ډيورند له کرښې اخوا په ښکاره له ديني مدرسو څخه رامنځته شول او له ديني انګيزو خو اوږد مهالو ستراتيژيکي هدفونوسره يوځاى و.
نن ورځ طالبان په افغانستان کې د ثبات د ګډوډولو په ډير جدي عامل بدل شوي دي، په داسې حالکې چې ددغې ډلې مشران د ډيورند له کرښې اخوا آرام او خوندي دي .
زيات سندونه او مدارک شته چې ثابتوي تروريستان دپاکستان په خاوره کې پټنځايونه لري او په منظم ډول افغانستان ته را استول کيږي. دغه راز له اسامه بن لادن څخه نيولى د القاعده تر نورو مشرانو پورې دپاکستان په خاوره کې د نړيوالو ډار اچوونکو د شتون بيلګه ده چې ښيي د پاکستان سياسي، مذهبي او پوځي کړيو د خپلو لنډ مهالو او اوږد مهالو هدفونو له مخې په دغو سازمانونو پانګونې وکړي. خو دغه سازمان نن په داسې موقعيت او دريځ کې دى چې خپل خاوند هم ځوروي او په اصطلاح دخپل پلار کور په ډبرو وهي.
دشک ځاى نه دى چې نن ورځ ډار اچونه او افراطيت چې دلنډ پارو استخباراتي سياستونو زيږنده دي؛ پاکستان ورسره مخامخ شو او د٢٣ تنو ځوانو پوځيانو وژل کيدل د همدغو لنډ پارې سياست حاصل دى چې بايد پاکستاني پوځيان او ددغه هيواد د استخباراتي دستګاه مسوولين څرګنداو قانع کوونکى ځواب يې پيداکړي او هغه خپلوخلکو ته څرګند کړي نه دا چې په ناسمو تورونو او اوتو بوتو لاس پورې کړي اودخپل  بام واوره د نورو په بامونو واچوي.
هغه څه چې پاکستاني مقامات په دې باپ چې ګنې د هغوى پوځيان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي؛ په پاکستان کې دعامه ذهنونو د بدلون په لاره کې يو حرکت دى چې هغوى فکر وکړي چې پاکستان په خپله د ډار اچوونکو فعاليتونو ښکار دى او د تروريزم په صادرولوکې رول نه لري.
له بلې خوا نړيوالو په وروستيوکلونوکې په ډاګه ليدلي دي چې پاکستان د شرارت او دهشت اچولو په محور بدل شوى دى او ډار اچوونکو او دنشه يي توکو قاچاق وړونکو په راحتى سره پاکستان خپل دويم کور موندلى دى او دا کيداى شي دپاکستان لپاره يوه رسوايي وي.
نو په ګاونډيانو د تورونو لګول چې ګنې تروريستان پکې پټنځي لري او پاکستاني عسکر وژني؛ دپوځيانو له خوا د دغې رسوايى د مخنيوي لپاره يوه لاره بلل کيږي. خو پاکستاني پوځيان په دې کار غافل دي چې له شر اچوونکو کړيواو له ډار اچوونکوسازمانونوسره د هغو ملاتړ اوس په بشپړه توګه مشهود او څرګند دى او ددغه شان تورونو لګول نه شي کيداى دستونزو غوټه  خلاصه کړي.
ښه به وې چې پوځيان واقعيتونه دپاکستان خلکو ته په ډاګه کړي او له بېلابېلو وسايلوڅخه په استفادې سره تروريزم او ډار اچونه پاى ته ورسوي .
ځکه د افغانستان خلک د ترورزيم له صادرولو او د پاکستان خلک له ډار اچونې څخه له جدي ستونزو سره لاس اوګريوان دي او يواځې سيمه ئيزه همکارۍ او پيوستون کولاى شي چې دغه ستونزې لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته