امنیت

د ولس همکاري د امنيت په ټينګښت کې مهم رول لري.

کابل باختر دمرغومې نهه ويشتمه
دولس او پولیسو ترمنځ همکاری، دباور فضا او متقابلې اړيکې دامنیت په لا ټینګښت کې مهم رول لري.
دغه څرګندونې دخوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت دټولنې د څارنیز پروګرام دپیل په مراسمو کې وکړې چې موخه یې دپولیسو او ولس ترمنځ د ښو اړیکو لا پیاوړي کول وو.
ده وویل پولیس په ټولنه کی دقانون دتنفیذ ، عامه نظم د ساتنې ،دجرمونو دکشف  دنده او مسولیت پر غاړه لري چې تل یی هڅه کړې په دغه برخه کی نه ستړی کیدونکي هلی ځلې وکړي.
ده زیاته کړه  چې ددې ولایت خلک دخپلو پولیسو سره دامنیت په ټینګښت او دقانون په پلي کېدو کې په بشپړ ډول همکار دي.
امنیه قوماندان  وویل پولیسو دپخوا په پرتله تر بل هروخت زیات په مسلکی زده کړو ، او افغانی او اسلامی روحیه سمبال دي چی کولی شی دخلکو په مرسته ددښمنانو دناوړه کړنو مخه ونیسي.
د ټولنې دڅارنیز پروګرام مسولینو قومي مشرانو او دیني عالمانو هم په خپلو خبرو کې دپولیسو هڅې وستایلی اود پولیسو په ښه سلوک یی خوښی څرګنده کړه چې تل یی دخپلو خلکو دفاع او ساتنه کړې .
دوی ژمنه وکړه چه دولس اوپولیسو ترمنځ دباور او اعتماد فضا دلا غښتلتیا په برخه کی به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته