ټولنه

د ښځينه پولیسو لپاره دډوډۍ خوړوځاى جوړيږي

قندهار باختر د لنیدۍ د میاشتې ۱۹ مه
د قندهار ولایت په مرکزې جېل کې د ښځينه پولیسو لپاره دډوډۍ خوړوځاى جوړيږي.
دغه ډوډۍ خوړوځاى يوازې د ښځينه پولیسو لپاره جوړيږې چې تېره ورځ د قندهار په مرکزي جېل کې د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې دغه ډوډۍ خوړوځاى به څلور خونې او نور اړين ملحقات ولري چې په يوه میاشت کې به جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دغه ودانۍ د پنځه څلوېښتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د (يو،این،ډي،پي) مرستندويه ادارې له خوا جوړيږي.
پای/ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته