سیاست

افغانستان او جاپان خپلو دوستانه همکاريو ته دوام ورکوي.

کابل – باخترد مرغومي دمياشتې ٢٠
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون له غرمې وروسته دجاپان په بهرنيو چارو کې د دولت له وزير کن تارو سونو او را او ملګرى هيئت سره يې په سپيدار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې دهيواد اجراييه رييس افغانستان ته دسونواورا دراتګ له امله ښه راغلاست ووايه او له افغانستان سره يې دجاپان دسخاوتمندانه مرستو او په بيلابيلو پړاونو او دوارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې ددغه هيواد د ژمنو له امله مننه وکړه .
دهيواد اجراييه رييس دافغانستان دسيمه ييزو او اقتصادي اړيکو او دامنيتي حالت څخه روښانه تصوير وړاندې کړ او د امنيتي ،سياسي او اقتصادي سختو شرايطو څخه دافغانستان بريالى تيريدل يې د ملي وحدت دحکومت له برياليتوبونو څخه وبلل.
اجراييه رييس دغه راز زياته کړه چې افغانستان په خپل سياسي او اقتصادي لارښودکې هلې ځلې کوي چې په سيمه کې دتجارتي او ترانزيتي پيوستون دټکى په توګه فعاليت وکړي .
اجراييه رييس زياته کړه په افغانستان کې امنيت او ثبات په سيمه او نړۍ کې امنيت او ثبات دى.
دهيواد اجراييه رييس دغه راز په بيلابيلو برخو کې داصلاحاتو دعملي کولو، د انتخاباتي نظام داصلاح ،تطبيقولو او دانتخاباتو دترسره کولو خبر ورکړاو له اسلامي ګوند سره يې موافقه ليک لاسليک کول په هيواد کې دومدارې سولې ته د رسيدو په لاره کې يو بريالى ګام وباله او ټينګار يې وکړ چې حکومت له طالبانو او له نورو مخالفو ډلو سره دسولې په خبرو ژمن دى . دهيواد اجراييه رييس دغه راز دجاپان دپروګرامونو په عملي کولو کې او ددغو پروګرامونو دامنيت په تامينولو کې دملي وحدت دحکومت په ژمنو ټينګار وکړ.
دهيواد اجراييه رييس دجاپان دمرستو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې له افغانستان سره په تيره بيا دکرنې او دبنسټونو په برخو کې دجاپان دهمکاريو د دوام غوښتنه وکړه.
دجاپان په بهرنيو چارو کې د دولت وزير کن تاروسونو اورا داجراييه رييس دخبرو له امله په منننې سره څرګنده کړه چې په بيلابيلو برخو کې دافغانستان برياليتوبونه دخوښى وړ دى او هيواد يې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.
سونو اورا دهيواد اجراييه رييس ته له فساد سره دمبارزې او د مهاجرينو د راستنولو په لاره کې له افغانستان سره د نولسو مليونو( ينو) د مرستې خبر ورکړ .
سونو اورا دغه راز دچابهار له بندر څخه دګټې اخستنې په لاره کې دخپل هيواد د پانګې اچوونې خبر ورکړ چې افغان سوداګر وکولاى شي د افغانستان کورنى محصولات له دغې لارې څخه بهر ته صادر کړي .سونو اورا وويل چې هيواد يې د انجينيرۍ او د بنسټونو په برخو کې دتکنالوژۍ دزياتو پرمختګونو له په پام کې نيولو سره چمتو دى چې له افغانستان سره په دغو برخو کې مرسته وکړي .
ده دغه راز دافغانانو په مشرى دافغانستان دسولې له بهير سره دخپل هيواد ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته