کابل باختر د تلې پنځمه :
دوسله والو يرغلګرو له خوا دتوغول شوي توغندى دلګيدو له امله پنځه تنه ټپيان شول.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد باختراژانس ته وويل :چې دکابل ښار دپکتياکوټ په سيمه کې د استوګنې په يوه کور دوسله والو يرغلګرو له خوا دتوغول شوي توغندي دلګيدو له امله ديوې ميرمنې په ګډون پنځه تنه ټپيان شول .
ده وويل :چې دکابل ښار دنهمې ناحيې دميريحيي دکلي په يوه ودانۍ کې دتروريستانو دتصفيه کولو په خاطر عمليات دوام لري او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې تروريستان وځپي .
دغه نښته نن له غرمې مخکې دکابل ښار دنهمې ناحيې په ميريحيي کلي کې پيل شوې ده او تراوسه پورې دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ