سیاست

په کابل کې لاريون کوونکو دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې دبهرنيو لاسوهنو له امله خبردارى ورکړ

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧ :
دکابل ښار يو شمير اوسيدونکو نن دلاريون په ترڅ کې دانتخاباتو په بهيرکې دبهرنيو لاسوهنو له امله  خبردارى ورکړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دغه لاريون  دملي مشارکت  دګوندله خوا دخيرخانه مينې دلب جر په ساحه کې  ترشو .
دملي مشارکت ګوند موسس نجيب الله کابلي  وايي ځيني  ګاونډي هيوادونه هلې ځلې کوي  چې له بيلابيلو لارو  دانتخاباتو په بهير اغيزه ولري  آن  هغوي دپيسو په ويشلو سره  غواړي  ځيني احتمالي کانديدان دځان په لور وکاږي  چې ددغه هيواد په وړاندې خپل هدفونه  ترسره کړي.
کابلي خبردارى ورکړ چې دافغانستان خلک  ددغه شان لاسوهنو په وړاندې ولاړ او مقاومت  به  وکړي .
دغه راز ددغه لاريون برخه والو وويل ، چې دجمهوري رياست دپست کانديدان دې بايد څرګند کاري پروګرامونه ولري  او په دې پوه شي چې   دافغانستان خلک هغه کسان مقدم  او ځانته نږدي شميري چې پروګرامونه يې افغانستان شموله وي او دمغرضو  هيوادونوپه وړاندې دهغوى سياستونه مشخص وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته