ورزش

دهرات دواليبال دټيمونو ترمنځ سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر  د زمري  څلورمه :
دهرات ولايت دولسواليو دواليبال دټيمونو ترمنځ سيالۍ نن په دغه ولايت کې پيل شوې .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليو کې چې دهرات ښار دشهيد ميرويس صادق په لوبغالي کې پيل شوې دانجيل ، ګذرې او دادرسکن له ولسواليو څخه ٣٠ ټيمونو پکې ګډون کړى دى .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې دغه سيالۍ چې لس ورځې  دوام کوي دملي پيوستون  دموسسې  له خوا دهرات  دورزشي آمريت په همکارۍ دهرات ولايت دولسواليو دخلکو ترمنځ دپيوستون دټينګښت په خاطر پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته