امنیت

په پلخمري کې دطالبانو بريدونه په شاوتمبول شول

کابل باختر دوږي  ١٠مه :
په پلخمري ښار  دطالبانو بريدونه تېره شپه په شاوتمبول شول .
دبغلان دامنيې قوماندانۍ  وياند احمد جاويدبشارت  باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دزمان خيلو اودکرکر دسړک دکلي له څو استقامتونو څخه دپلخمري دامنيت دګډوډولو په خاطر په پلخمري ښار بريدونه وکړل چې  دپوځيانو له سخت مقاومت  سره مخامخ شول او دسردزيانونو په زغملو سره له سيمې څخه وتښتېدل
  بشارت زياته کړه چې دطالبانو يوه بله ډله له تيښتې وروسته داستوګنې په  يو کور کې ځاى پرځاى شول او په جګړې لاس پورې کړ خو دهوايي قواوو په ملاتړ له ماتې سره مخامخ شول چې په پايله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې دپوليسو له لوري ونيول شول .
بشارت زياته کړه: پوځيان دوسله والو طالبانو له شتون څخه دپلخمري ښار دناامنو سيمو دبشپړ پاکولو په خاطر هلې ځلې کوي .
ددوشي ولسوال صاحب داد غفوري په يوه تيلفوني اړيکه کې وايي وسله والو طالبانو دپلخمري _ دوشي په لويه لاره کې دګيله ګى په ساحه کې هم ځاى پرځاى شوي دي چې  دپلخمري _ سمنګان او پلخمري _ بغلان دلويې لارې په تړل کېدو سره  ښوونځي دلوړو زده کړو موسسې ، دولتي ادارې تعطيل شوي دي او ددغو سيمو له احتمال سقوط  څخه انديښمن دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته