امنیت

په غزني کې د ډار اچوونکو پرضد عمليات پيل شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
د بدر په نامه پرون سهار په غزني ولايت کې پوځي عمليات پيل شول.
د غزني ولايت يوه امنيتي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بدر په نامه دغه پوځي عمليات د شفق -٩٥ په نامه د دغه ولايت په مربوطاتوکې پيل شوي دي.
ده څرګنده کړه چې په غزني کې ميشت امنيتي او دفاعي ځواکونه هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې د مني او ژمي په عملياتوکې زياتې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
دغه راز ده زياته کړه چې دغه عمليات په لومړى پړاوکې د ده يک ولسوالۍ په اړوندو ساحوکې پيل شوي دي.
ده وويل چې د بدرعمليات د نظام الدين خنجر تر قوماندې لاندې د غزني ولايت د ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته