نړۍ

دپاکستان سترې محکمې دڅه دپاسه څلور سوه تنو پوليسان دندې وځنډولې

کراچي _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دپاکستان سترې محکمې نن ديوې اعلاميې په صادرولو سره دسند ايالت دپوليسو دڅيړنې عمومي اداري ته لارښوونه وکړه چې ددغه ايالت دڅلور سوه درې ويشتو تنو پوليسانو دندې په غير قانوني  فعاليتونوکې دلاس لرلو په سبب تعليق  کړي .
دپاکستان سترې محکمې ديوې غونډې په ترڅ کې  په کراچي ښار کې دنظم او قانون په اجرا کولو پوري داړونده قضيې په څيړنې سره په  دغه ښار کې دحالت له امله خپله ناخوښي  څرګنده کړه او دسند ايالت دپوليسو اداري ته يې  رسمي امر صادر کړى دى .
دمحکمې  په غونډه کې پوښتنه شوې ده هغه څلور سوه ديرش تنه پوليسان چې  په غير قانوني فعاليتونوکې لاس لري ولي له دندوڅځه نه دى ګوښه شوي او لاتراوسه پوري هم دنده ترسره کوي .
  دډاڼ ورځپاڼې  په ليکنه دغه راز په محکمه کې ويل شوي دي چې دپوليسو فاسد کسان نه يواځي خپلو دندو ته دوام ورکوي  بلکې حساس پستونه اومقا مونه يې هم نيولي دي .
محکمې دهغو څلور سوه درې ويشتو تنو پوليسانو دندې چې په غير قانوني فعاليتونوکې لاس لري تعليق کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته