روغتیا

د قندهار اوولسو روغتیايي مرکزونو ته زرنج امبولانسونه ورکول کېږي

قندهار باختر د لړم د میاشتې ۲۲ مه
د قندهار ولایت د اوولسو ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د زرنج امبولانسونو د وېش لړۍ پيل شوه.
د قندهار والي زلمي وېسا د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې دغه زرنج امبولانسونه چې شمېر یې ۱۸۹ ته رسېږي، د يونسیف مرستندویه ادارې له خوا د قندهار د عامي روغتيا رياست سره مرسته شوي دي،چې هرې ولسوالۍ ته به پنځلس،پنځلس زرنج امبولانسونه ورکول شي.
هغه د عامې روغتيا د ریاست مسوولينو ته لارښوونه هم وکړه  چې له دغو امبولانسونو څخه پوره ګته واخلي او ساتنې ته يې جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر فدا محمد پيکان بيا مرسته شوي امبولانسونه تر لېرې پرتو سيمو د روغتيايي خدماتو په رسولو کې ګټور وبلل او له مرستندويه ادارې مننه وکړه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته