امنیت

د طالبانو څلور تنه قوماندانان په هلمند او د طالبانو نومول شوى والى په غور کې ووژل شول.

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دوسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان تيره شپه دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په هوايي عملياتو کې ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دي دوسله والو طالبانو دځانمرګو بريدونو مسول قارى فدا ، دجلب او جذب مسول ملا مهاجر او د عملياتي ډلې مسول ملا رحمت الله دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول دغه راز دکندزولايت په مرکز کې دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې دملا حافظ منصور په نامه دوسله والو طالبانو يو تن سيمه ييز قوماندان ووژل شو او دغور ولايت ته د طالبانو نومول شوي والي دپسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته