سیاست

دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دمبارکي پيغامونه .

کابل باختر د تلې  څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني ، دجمهوري رياست دمرستيالانو ، اجراييه رييس داجراييه رياست دمرستيالانو ، د درې ګونو  قواوو درييسانو ،  دکابينې دغړو او دافغانستان دټول ملت په نامه  نن هم  دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت  باختراژانس ته  دمبارکي پيغامونه رارسيدلي دي.
  په پيغامونوکې  دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دډيرو ښو مبارکيو دمراتبو  د څرګندولو تر څنګ  ويل شوي دي  چې په اوسنيو سختو شرايطو کې بايد زموږ  خلک  له پخوا زيات  دخپلې ملي واکمني  په شاوخوا راټول شي او ددغه شان توطيو او دسيسو په شنډولو کې چې  دافغانستان دخلکو اوملت پرخلاف  ترسره کيږي  ، ودريږي .
دغه راز په پيغامونوکې ويل شوي دي  چې فساد او نشه يي توکي  ددې ملت  له دښمنانو څخه دي، بايد  په وړاندې يې  پراخه مبارزه وشي .
دغه پيغامونه دځينو وزارتونودوزيرانو او مشرتابه هيئت  ،  دهيواددولايتونو دواليانو او  سرپرستانو  ، علمي اوفرهنګي بنسټونو  ، دلوړو زده کړو دموسسو او دښوونځيو دمنسوبينو ، علمي اوفرهنګي بنسټونو او دوګړنيو او قومي شوراګانو له خوا  رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته