امنیت

په بدخشان کې دتاجکستان دانصارالله دتروريستي سازمان ددوو غړو وژل کيدل

کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
دتاجکستان دانصارالله دتروريستي سازمان دوه تنه غړي او دوسله والو
طالبانو دډلې يو قوماندان په بدخشان ولايت کې  داردو دځواکونوپه هوايي بريد کې  ووژل شول.
په دغه قوماندان پرون ناوخته دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ  دجوى باردهن آب خستک په کلي کې دافغانستان دهوايي ځواکونوله خوا بريد وشو  او ووژل شول.
ويل کيږي چې  په دې بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې وژل شوى قوماندان ددغې ډلې له خوا دجرم ولسوالۍ ته  نومول شوى ولسوال ملاياسين دى .
درارسيدلو  خبرونوله مخې :  دتاجکستان دانصارالله دتروريستي سازمان په غړو  او دطالبانو په دغه قوماندان هغه وخت بريد وشو  چې  په يوه پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو.
دبدخشان دوالي ويندوى احمدنويد فروتن  دباخترآژانس له خبريال ته سره  په خبرو کې تائيد کړه  چې داردو دځواکونو په دغه هوايي بريد کې  دتاجکستان دانصارالله دتروريستي سازمان دوه تنه غړي  او دوسله والو طالبانو دډلې له  خوا دجرم ولسوالۍ ته نومول شوى ولسوال وژل شوي دي.
له بلې خوا دملي دفاع وزارت  دکوماندو دقطعې درستيزوال جنرال عبدالبصير وايي  چې ددغه هوايي بريد په بهېرکې دوسله والو  طالبانو دډلې  دوه ستر پټنځي  دړې وړې شوي دي .
پوځيان وايي  چې په دې هوايي بريد کې ددغه کليو اوسيدونکو ته زيانه نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته