امنیت

درې څلویښتو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

_کابل_ باختر د ليندۍ د مياشتې ٢٣مه
چارواکي ادعا کوي چې د تېرو څو ورځو په چاڼيزو عملياتو کې يې دري څلويښتو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د روزګان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي باختر اژانس ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کي د مرکز ترینکوټ اړوند  تالاني سیمه کي افغان ګډو امنیتي ځواکونو له لورې په تر سره شوو عملیاتو کي اتلس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه ویشت  تنه نور ټپیان شوي دي.
سرحدی زياته کړه چې دعملیاتو پرمهال يي دتالاني سیمي ځیني برخي له وسله والو طالبانو څخه نيولي او اوس امنیتي ځواکونه په سیمه کې د ځای پر ځای  شوو ماینونو په شڼدولواو چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
دی  همدا راز زياتوي چې د مرکز ترینکوټ په ګډون يي په ولسوالیو کي هم امنیتي ساحې پراخې کړي او ټولې هغه ولسوالۍ چې د وسله والو مخالفینو له لورې تر ګواښ لاندې وې؛ له کلابندۍ څخه خلاصي کړي او هلته اوس امنیتي حالت له ګواښ څخه وتلی دئ.
قومندان که څه هم د امنيتي ځواکونو د سرزيان په اړه څه ونه ويل خو په وينا يې  ددوی عملیات ځکه ورو روان دي چې په سیمه کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته