امنیت

خبريالان دې جنګي ساحو ته له تګ مخکې د رسنيو د خونديتوب کمېټه په جريان کې واچوي

کرديز باختر د زمري د میاشتې ۱۰ مه
هغه خبريالان چې جنګي ساحو ته د راپور جوړلو په موخه ځي بايد مخکې له تګ څخه د رسنيو د خونديتوب کمېټه په جريان کې واچوي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د پکتيا ولايت د رسنيو د خونديتوب د کمېټې مشر په هغه ناسته کې وکړې چې د دغه ولايت د والي د مرستیال عبدالولي سهي په مشرۍ جوړه شوې وه.
دی وايي که خبریالان جنګي ساحو ته له تګ مخکې دغه کمېټه په جريان کې واچوي نو دوی به وکولای شي چې د امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ د دوی د ژوند د خوندي ساتلو لپاره چمتوالی ونیسي.
د پکتيا د والی مرستیال عبدلولي  سهي وویل چې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او هيڅکله به ولايتي اداره خپله همکاري د رسنيو له استازو څخه ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته