امنیت

د ملي دفاع وزارت: څه ناڅه سل تنه ډار اچوونکي په ځينو ولايتونوکې ووژل شول

کابل باختر د لړم دريمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتوکې په ځينو ولايتونوکې د ملي اردو د منسوبينو په ګډو او جلا جلايرغليزو او چاڼيزو عملياتوکې د څلورو تنو داعشيانو په ګډون په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو عملياتوپه بهيرکې چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په موخه د ننګرهار، غزني، پکتيا،  پکتيکا، قندهار، روزګان، غور، بادغيس، هرات، فراه، فارياب، بغلان ، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ١٢٠ تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول او ١٥ تنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاى وويل چې په دغو عملياتوکې ٣٥  ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته