سیاست

جمهور رييس غني: جرمي اقتصاد چې له نشه يي توکو څخه ترلاسه کيږي؛ د افغانستان او ايران لپاره يو ګډ خطر دى

کابل باختر دوري دمياشتې ٣١ :

د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په تهران ښارکې د افغانستان او ايران د اقتصادي فعالانو په ګډو غونډه کې چې د ايران د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او د کرکېلې د خونو په نوښت جوړه شوې وه؛ وينا وکړه.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

جمهور رييس په دې وينا کې د افغانستان د پنځو مهمو اقتصادي برخو په باب چې  موقعيت، اوبه او ځمکه، کانونه، تيل او ګاز، پيسې او تشبث پکې شامل دي؛ تمرکز وکړ .

جمهور رييس د افغانستان د مهم موقعيت په اړوند وويل چې مرکزي، جنوبي، لويديځه او شمالي آسيا له يوه آباد افغانستان پرته له يو بل سره اړيکې نه شي پيدا کولى.

ده زياته کړه چې په راتلوونکو شلو کلونوکې به آسيا له جغرافيايي مفکورې څخه  په يوې سترې وچې بدله شي او د افغانستان له لارې له چين، تاجکستان او ازبکستان سره د ايران پيوستون به د سيمې په اقتصادکې يو پراخ بدلون رامنځته کړي .

جمهور رييس زياته کړه چې په بنسټيزه برخه کې د مطالعاتو، سمون او پانګونې په برخوکې همکارۍ ته حاضر يو.

جمهور رييس، اداري فساد د اقتصادي پراختيا په لاره کې ډير ستر خنډ وباله او ويې ويل: هغه ماليه چې له تاسو څخه په غير مستقيم ډول دبډې په توګه اخيستل کيږي؛ نور زموږ لپاره د زغم وړ نه ده.

جمهور رييس دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د وارداتو بيلانس د هغه د صادراتو ٣٠ برابره دى؛ وويل چې زموږ د هېواد موقعيت د دې غوښتنه کوي چې نور دې د افغانستان سوداګري يو طرفه نه وي.

جمهور رييس په سمه توګه له اوبو او ځمکې څحه استفاده، د کرنې په برخه کې پانګونه او د خوراکي توکو په يوه صادرونکي هيواد د افغانستان بدلول د حکومت هدفونه وبلل.

جمهور رييس په دې باندې په ټينګار سره چې افغانستان نور نه غواړې يوازې د اوومو موادو د يوه صادرونکي هېواد په توګه پاتې شي؛ د ايران د کرنې وزارت  او د دغه هېواد خصوصي سکتور ته بلنه ورکړه چې له افغانستان سره دې د ارزښت د ځنځيرې په جوړولوکې همکاري وکړي.

جمهور رييس وويل: جرمي اقتصاد چې له نشه يي توکو څخه ترلاسه کيږي؛  د افغانستان او ايران لپاره يو ګډ خطر بلل کيږي .

جمهور رييس غني کانونه، تيل او ګاز يوه بله مهمه اقتصادي برخه وبلله او ويې ويل چې لومړنۍ څيړنې ښيي چې د افغانستان په سلوکې د ٣٣ کانونو ارزښت له يوه څخه تر دريو تريليون ډالرو پورې اټکل شوى دى .

جمهور رييس غني زياته کړه چې افغانستان به تر راتلوونکو لسو کلونو پورې  د مسو او اوسپنې په ډير ستر صادرونکي بدل شي .

جمهور رييس د باور وړ او له ستونزو پرته ترانزيت د يو سيستم جوړول دافغانستان  او د سيمې لپاره حياتي وبلل.

ده وويل چې د افغانستان او ايران د رښتينې سوداګرۍ حجم معلوم نه دى، له دې امله بايد د دواړو هېوادونو سوداګري رسمي شي او د قاچاقي سوداګرۍ مخه ونيول شي.

جمهور رييس په ټينګار سره وويل: موږ نه غواړو چې زموږ اړيکې په خبروکې پاتې شي؛ بلکې غواړوچې خپلې اړيکې په عمل کې پلې کړو او خصوصي سکتور يې کتوونکى وي.

جمهور رييس دافغانستان او ايران د سوداګرۍ د ګډې خونې له جوړولو سره خپله موافقه څرګنده کړه او له خصوصي سکتور څخه يې وغوښتل چې هغه تل وڅيړي  چې د حساب ورکولو يو لازم سيستم رامنځته شي.

جمهور رييس وويل: تر څو راتلوونکو مياشتو پورې يوه اصولي پاليسي برابرو چې د هغې له مخې قراردادونه په شفاف ډول ترسره شي.

جمهور رييس د ارزښت د ځنځيرې په باب وويل: موږ نه غواړو چې افغانستان د اوومو موادو په يو صادرونکي هېواد بدل شي .

ده زياته کړه: د هغو هېوادونو چې له موږ سره د ارزښت د ځنځيرې په  جوړولوکې همکاري کوي؛ هرکلى کوو.

ده زياته کړه: زموږ نظرڅلور ورځنى نه دى؛ بلکې څلور سوه کلن دى.

جمهور رييس د پيسو او په پانګې د هغو د بدلولو په باب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې پيسې توليدي پانګه نه ده او زموږ سوداګري بايد په څو راتلوونکو کلونو کې په پانګې بدله شي .

جمهور رييس وويل: اداري فساد د دې سبب شوى دى چې پيسې  په پانګې بدلې نه شي .

ده زياته کړه: د يوه قوي بانکي سيستم جوړول زموږ هدف دى چې پيسې په پانګې بدلې کړو.

جمهور رييس دې ته په اشارې سره چې خصوصي سکتور په يوازيتوب سره نه شي کولاى د هېواد دودې عامل شي؛ وويل چې موږ غواړو د خصوصي سکتور او دولت ترمنځ يو څرګند تړون رامنځته کړو او دواړه اساسي همکارۍ ته اړتيالري؛ نه تضاد.

جمهور رييس په اقتصادکې تشبثات مهم وبلل او ويې ويل: موږ غواړو دبشري پانګې  په برابرولوکې چې وکولاى شي اقتصادي نظريې عملي کړي؛ له تاسو او د سيمې له خصوصي سکتور سره نتيجې ته ورسيږو.

جمهور رييس په دې باندې په ټينګار سره چې بايد مشروعه سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو معيار وي؛ وويل: دوه اړخيزه سوداګري موږ اصلي هدف دى او ترهغه وخته پورې چې سوداګري يو اړخيزه وي؛ جرمي اقتصاد دوام مومي.

د دغې وينا په پاى کې جمهور رييس وويل چې بيوزلي او وزګارتيا چې ټوله سيمه ورسره مخامخه ده؛ له ګډې همکارۍ پرته له منځه نه ځي او تر هغه وخته پورې چې بيوزلي شتون ولري؛ امنيت او ټيکاو نه تامينيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته