سیاست

د جمهورريیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

-کابل / د غبرکولى ٢مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه پرون د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
جمهورريیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او اتلولیو مننه وکړه او د ولسوالیو له کچې څخه تر مرکز پورې یې د ځواکونو پر تحرک ټینګار وکړ.
همدارنګه جمهورريیس غني د ټپیانو پر درملنې او د پرسونل د اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ لا ډېرې همغږۍ ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د لویو لارو د امنیت تامین د ځواکونو لومړیتوب وباله او د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د لویو لارو د امنیت د تامین په برخه کې بشپړ انسجام رامنځته کړي. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته