امنیت

په سمنګانو کې ددووتنو تښتيدلو قاتلانو مرموزه وژنه.

-کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دوه تنه تښتيدلي قاتلان دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په مرموز ډول دسمنګانو په ولايت کې ووژل شول.
نورمحمد او امان الله پرون مازيګر دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار پورې اړوند خواجه ګوش غره کې په مرموز ډول په ډزو سره وژل شوي دي.
پوليس وايي چې دوى دتيرکال د کب په مياشت کې يو بزګر وژلى و اوددې لپاره چې له قانوني پلټنې څخه خوندي وي، له طالبانو سره يوځاى شوي وو.
دسمنګانو ولايت دامنيتي قوماندانۍ وياند منير رحيمي د باختر آژانس خبر يال ته وويل چې امنيتي مامورينو پرون ناوخته ددغو دووتنو تښتيدلو کسانو مړي د ايبکو ښار د خواجه ګوش په  غره کې تر لاسه کړل.
ويل کيږي چې په وژنې دغه دوه تنه تورن کسان دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي.
په همدې حال کې دسمنګانو پوليس په دې برخه کې دڅيړنو د پيل خبرې کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته