سیاست

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئيس: موږ د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې د اوربند ملاتړ کوو

 کابل باختردزمري دمياشت١٣نيټه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف نن د ټولنې د اصلاح لپاره د عالمانو د پيشنهادونو د څيړني د کميسيون په لومړۍ غونډه کې وويل:  موږ د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې د اوربند ملاتړ کوو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د ټولنې د اصلاح لپاره د عالمانو د وړانديزونو د څيړنې کميسيون د هېواد د جمهور رئيس د حکم له مخې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د رئيس په مشرۍ جوړ شوى دى او په خپله لومړۍ غونډه کې درې ګونې کميټې و ګومارلې.
د هېواد جمهور رئيس د هېواد د ٢٠٩٧ تنو عالمانو د غونډې د تحقق په خاطر د هېواد د ٢٤ عالمانو په غړيتوب يو کميسيون جوړ کړ.
په دې غونډه کې دغه راز په سياسي چاروکې د جمهوررئيس استازي او د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئيس ډاکترمحمد اکرم خپلواک خبرې وکړې او ويې ويل: هغه اوربند چې د کوچني اختر په ورځوکې ترسره شو، اوربند نه بلکې روغه جوړه وه او دغه اوربند په جګړه کې د ستر بدلون سبب شو.
ده وويل: که چيرې دولت د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې اوربند اعلام کړي، بشپړتياری شته چې له دغه اوربند څخه اغيزمنه استفاده او مخامخې خبرې پيل شي.  ده زياته کړه: موږ د دايمي اوربند غوښتنه کوو.
په دې غونډه کې د ارشاد، مطبوعاتو او د هر راز فتنې او فساد د مخنیوی کمېټه، په ملي کچه د عالمانو او دارالافتا د سمون کمېټه او د ديني مدرسو او تعليمي نصاب د سمون کمېټه جوړه شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته