کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ٨٦ تنه تروريستان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د پنځوسو تنو داعشيانو په ګډون ٨٦ تنه ډار اچوونکي وژل شوي، ٢١تنه ټپيان او ٦ تنه نور نيول شوي دي.
دغه عمليات د ننګرهار ، کونړ، ميدان وردګو، لوګر، قندهار، روزګان، زابل ، فارياب او د هلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي.
پاى ذکرالله