واشنګتن باختر د مرغومي نولسمه :
دامريکا ددفاع وزير چک هيګل اعلام کړى دى چې په درسته اروپا کې ددغه هيواد پنځلس پوځي اډې په کال کې دپنځه سوه مليونو ډالرو دزيرمه کولو په مقصد تعطيليږي .
دامريکا داردو څه دپاسه شپيته زره تنه پوځيان په اروپا کې ديره دي چې له دې شمېر څخه زياتره يې په آلمان ، ايتاليا او بريتانيا کې ځاى پرځاى دي .
ټاکل شوې ده دامريکايي پوځيان دهمدې پروګرام په چوکات کې به بريتانيا د ميلدن هال ، الکون بري او د مولزورث دهوايي ځواکونوله اډې څخه ووځي .
هيګل ويلي دي چې دامريکا دپوځي اډو له تړل کيدو سره سره ، دغه هيواد دخپلو اروپايي متحدينو په نسبت ژمن پاتې کيږي .
دامريکا يوشمېر پوځي پرسونل چې همدااوس په بريتانيا ، پرتګال او داروپا په ځينو نوروسيموکې دي ؛آلمان او ايتاليا ته به وليږدول شي .
2 1 دقیقه لوستل