امنیت

په جلال اباد کې ديوې پيښې مخه ونيول شوه

کابل باختردکب دمياشتې ١٦ :

 دننګرهار ولايت  دچپرهار ولسوالۍ سيمه ييزپوليس پرون ديوې اندازې چاوديدونکو توکو په کشفولو اوترلاسه کولو بريالي شول.

د٢٠٢ شمشاد ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه توکي دوسله والو مخالفينو له خوا په يو ديګ بخارکې ځاى پرځاى او دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ايښودل شوي وو چې دسيمه ييزو پوليسو له خوا کشف او دايتلاف دقوتونو په همکاري ښنډکړي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته