نړۍ

په کراچۍ کې امريکايي ضد مطاهرې په تاوتريخوالي واوښتې

اسلام اباد/ايرنا/ باختر دوږي شپږمه :
د پاکستان د کراچۍ ښار په زرګونو تنوخلکو پرون مازيګر په دغه ښارکې د امريکا د قونسلګرۍ په وړاندې په امريکايي ضد مظاهرو لاس پورې کړ او دغه حرکت د پوليسو د يو زيات شمېر ځانګړو ځواکونو په لاس وهنې سره په تاوتريخوالي واوښتې .
د ايرنا د خبرله مخې:
دپاکستان ټلويزيوني شبکوپه مستقيمه توګه د دغو مظاهرو د صحنو تر پوښښ لاندې نيولو په ترڅ کې د پاکستان د پوليسو په لاسوهنې د اوښکې بهوونکي ګاز د کارولو او د قهرجنو مظاهره کوونکو د خورولو لپاره له هوايي ډزو او کوتکو څخه په استفادې اړونده تصويرونه خپاره کړل .
د کراچۍ د اړو دوړ ضد پوليسو  په سلګونو تنه ځواکونه په دې بريالي شوي چې د امريکا د قونسلګرۍ د دروازې په لور د قهرجنو مظاهره کوونکو د پرمختګ خنډ شي .
  په تېرو دوو ورځوکې د پاکستان بېلابېل ښارونه هم د امريکا او د واشنګټن د حکومت د پاکستاني ضد کړنو پرخلاف د قهرجنوخلکو د پراخو مظاهرو ډګر وو او قهرجنو خلکو د پاکستان په بېلابېلو سيموکې د امريکا بيرغونو او د ترامپ  تصويرونو  ته او رواچاوه او د ترامپ تصويرونه يې تر پښو لاندې کړل .
د تيرې جمعې په ورځ هم دلاهور ښار خلکو په دغه ښارکې د امريکا دقونسلګرۍ  په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته