-کابل/دوږي ٩مه /باختر:
په ننګرهار ولايت کې يوه زياته اندازه نشه يي توکي ترلاسه شول
په سلګونوکيلوګرامه چرس چې پاکستان ته لېږدول کېدل کشف شول .
د رارسيدلوخپرونوله مخې؛ اويا کڅوړي چرس چې په دوو خرونوبار شوې و پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼى وويل چې دغه نشه يي توکي په سلګونه کيلوګرامه چرس دي .
هغه وويل چې ترلاسه شوي نشه يي توکي پاکستان ته لېږدول کېدل .
د دغونشه يي توکو لېږدونکى د پوځيانوپه رسيدوسره په تيښتې بريالى شو.
ختم_ج_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ