امنیت

څلورتنه پاکستاني طالبانو د هيواد په ختيځ کې د هوايي بمباريو له امله ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
څلور تنه پاکستان طالبان او دوه تنه افغان وسله والو طالبان نن د هيواد په ختيځ کې د ناټو د جنګي الوتکو د بريد له امله شول.
په دغو وسله والو طالبانو د ناټو د الوتکو له خوا د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې بريد وشو او ووژل شول.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه طالبان په خپل پټنځي کې د تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
په دې هوايي بريدکې څلور تنه بهرني وژل شوي وسله وال طالبان د پنجاب او وزيرستان اوسيدونکي بلل شوي دي.
ويل کيږي : په دغه بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته