کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٩ :
دکابل دنننۍ چاودنې يو ټپي دسختو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي دباخترآژانس خبريال ته وويل : د رنجر موټر چلوونکى چې په واسطه کې يې دلګول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله ټپي شوى و ، په روغتون کې ساه ورکړه.
دغه پيښه نن سهار په اته نيمو بجو دکابل ښار دکارته پروان په برقي سړک کې رامنځته شوه .
2 د یوې دقیقې څخه لږ