کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دملي دفاع وزارت دهيواد د اردو د يو پخواني جنرال د مړيني خبر ورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوي خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي بريد جنرال عبدالوهاب دهيواد داردو يوسابقه لرونکي او خدمتګار و او دپکتيکا د والي په توګه هم دنده ترسره کړي وه او دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
دملي دفاع وزارت مشرتابه اومنسوبين دلوژستيک دلوى رياست دسياسي چارو
دپخواني آمر بريد جنرال عبدالوهاب ناڅاپي مړينه يوه ضايعه بولي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتي کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ