سیاست

عبدالسلام رحيمي: دولت د سولې د تامين لپاره هڅو ته دوام ورکوي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر
د جمهور رييس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکس پوتزل او په کابل کې د دغه هېواد له سفير  پيتر پروګل سره وکتل.
باختر آژانس د سولې په چاروکې د دولت وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د سولې بهير د وروستيو پرمختياوو او د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړوند خبرې وشوې .
د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي وويل چې هېواد يې د افغانستان د سولې بهير ملاتړ کوي.
د سولې په چاروکې د دولت وزير وويل چې حکومت د خلکو ترمنځ د باور فضا په برابرولو او د سولې بهير لپاره د اجماع په پياوړي کولو هوډمن دى .
هغه زياته کړه چې دولت د دايمي سولې د تامين لپاره خپلو هڅوته  دوام ورکوي.
رحيمي دغه راز د افغانستان د سولې په بهيرکې د المان د دولت د ملاتړ قدرداني وکړه .
ختم_عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته