امنیت

يو افسر په بغلان کې شهيد کړاى شو

بغلان باختر دزمري دمياشتې  ١٠  :
دپوليسو يو افسر په بغلان کې شهيد کړاى شو .
دغه افسر د سرخ  کوتل تيپې د محافظت د پوليسو په صفر_ ١٢  قطعې پورې اړه درلود او هغه وخت شهيدکړاى شو چې د پوليسو زغروال موټر د پلخمري ښار  د سرخ کوتل ساحې ته څېرمه په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
په دې پيښه کې شپږ تنه نور پوليسان ټپيان شول او د پلخمري روغتون ډاکترانو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
يوکال مخکې هم په همدې ساحه کې د سرخ کوتل د تاريخي ساحې د ساتوونکو زغروزال موټر په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او څو تنه ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته