امنیت

د الينګار ولسوالۍ ځينې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

 کابل/ دتلې ٤مه / باختر
په لغمان کې په پوځي عملياتوکې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
دغه عمليات يوه اوونۍ مخکې د الينګار ولسوالۍ د سلګونو پوځيانو په ګډون په ځينوبرخو کې پيل شوي دي او لاهم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي چې په عملياتوکې تر اوسه پورې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه تاييد کړه چې په نويو نښتوکې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ختم- شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته