سیاست

اېمل فیضي: په انتخاباتو کې د ولس د مشارکت او د رایو درناوی باید وشي

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٠مه:
د افغانستان د جمهور رئيس ویاند اېمل فیضي له آزادۍ راډيو سره په خپلې وروستۍ مرکه کې وویل چې په انتخاباتو کې د ولس مشارکت او د هغوی رایو ته باید درناوی وشي او د انتخاباتو پايلې باید ډير ژر اعلام شي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
اېمل فیضي زیاته کړه چې په افغانستان کې د ملي مشارکت د حکومت بنسټ، جمهور رئيس حامد کرزي اېښی دی چې د نوموړي په وینا د افغانستان ولس په تېرو ۱۳ کلونو کې ملي حکومت او یا ملي مشارکت تجربه کړی دی، نو له همدې کبله د افغانستان راتلونکی حکومت هم باید د ملي مشارکت حکومت وي او ټول افغانان باید خپل ځان په راتلونکي حکومت کې وويني.
ښاغلي فیضي وویل چې د انتخاباتو نتیجه باید ډير ژر اعلام او د روانې عيسوي میاشتې (اګست) تر وروستيو پورې نوی جمهور رئيس د لوړې مراسم پرځای کړي.
فیضي زیاته کړه چې جمهور رئيس حامد کرزي هم د امریکا د بهرنيو چارو له وزیر جان کيري سره په ليدنه کې د انتخاباتو د ډير ژر اعلاميدو خبره کړې وه او دا يې هم ویلي و چې د افغانستان خلک د انتخاباتو نتیجې ته سترګې په لاره دي او غواړي چې د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسم په روانه عیسوي میاشت کې پرځای شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته